د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب له دیني علماوو او ملا امامانو په خطبو کې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت د بیان غوښتنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي منیب دغه څرګندونې نن شنبې د زمري ۵ مه کابل کې په همدې اړه جوړه شوې یوه غونده کې وکړې.
نوموړي پر ټولو علماوو غږ وکړ چې د غازي امان الله خان هغه کارنامې چې افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، د خطبو پر مهال په جوماتونو کې بیان کړي.
هغه و ویل« زه په ټولو علماوو او په جوماتونو کې پر ملا امامانو غږ کوم او هیله ترې کوم چې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت په تړاو خلکو ته ویناوې وکړي او د جمعې د ورځې په خطبو کې د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو په اړه د غازي امان الله خان هغه کارنامې چې افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، بیان کړي، ځکه دا د ټولو مسؤلیت دی.»
د حج او اوقافو سرپرست وزیر د افغانانو په یووالي هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې هم له دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې همکاري وکړي.
باید و ویل شي، چې د اسد یا زمري د میاشتې اته ویشتمه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ ده چې هره کال ورنه په پلازمېنه کابل او بېلابېلو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي کچه نمانځنه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل