۰

د کورنیو چارو وزارت: کندهار کې ۹۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۳
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره مخامخ نښته او هوايي بریدونو کې ۹۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت: کندهار کې ۹۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره مخامخ نښته او هوايي بریدونو کې ۹۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د زمري ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو او طالبانو د کندهار په شورابک او ریګستان ولسوالیو کې جګړې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپانه کې ویل شوي، په دې جګړه کې درې پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ځینې پتڼځایونه او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان هم په شورابک او ریګستان کې د عملیاتو، هوايي بریدونو او په کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو مړي او ټپیان په کاماز موټر کې پاکستان ته وړل کېږي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي