سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ولسي وګړي په یوه موټر کې د واده مراسمو ته روان و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پشنبې د زمري ۳ مه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې شوې ده.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د یوې کورنۍ غړي د واده مراسمو ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه نارینه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون چارواکي وایي، دوی ته پنځه ټپیان وروړل شوي، چې دوه یې مېرمنې، دوه یې ماشومان او یو نارینه دی.
د هغه په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار