راپورونه وایي، د ازبکستان پلازمېنه سمرقند به د راتلونکو بین الاافغاني مذاکراتو کوربه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، هېواد یې د راتلونکې بینالافغاني خبرو کوربتوب ته تیار دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرون چهارشنبې د زمري دوهمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د بینالافغاني خبرو بل دور ته د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي او سمرقند به د دغو خبرو کوربه وي.
د دغو خبرو د ترسره کېدو مشخصه نېټه نهده ښودل شوې، خو ویل شوي چې په راتلونکې اګسټ میاشت به دغه غونډه وشي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې دغه غونډه به بریالۍ وي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې مسکو او بیا قطر د بین الاافغاني خبرو کوربتوب تر سره کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل