۰

په ۱۸ ولایتونو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې فعالیت بندوي

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وایي، مخابراتي شبکې د شپې له خوا په ۱۸ ولایتونو کې خپل فعالیت بندوي.
په ۱۸ ولایتونو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې فعالیت بندوي
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وایي، مخابراتي شبکې د شپې له خوا په ۱۸ ولایتونو کې خپل فعالیت بندوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هاشمي نن چهارشنبې د زمري دوهمه کابل کې یوې خبري غونډې ته و ویل، سمه ده، چې د مخابراتي شبکو پر وړاندې امنیتي ګواښونه شته، خو دغه ګواښونو ته پاملرنه دښمن ته جرئت ورکوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت د مخابراتي شرکتونو امنیت ته په پاملرنه کې کمی نه دی کړی، خو که مخابراتي شبکې خپل دغه کار ته دوم ورکړي، نو له یوې خوا به ولس له ستونزو سره مخ او له بلې به دښمن ته نور جرئت هم ورکړي.

د مخابراتو سرپرست وزیر و ویل، چې حکومت د مخابراتي شبکو امنیت ته ځانګړې پلانونه لري، خو له شرکتونو هم غواړي، چې د دښمن ګواښونو ته زیاته توجه ونه کړي او خپل فعالیت بېرته پیل کړي.

دی وایي، په دې اړه یې د مخابراتي شرکتونو له مشرانو سره خبرې کړې او هغوی یې هڅولي، چې ژر تر ژره خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي او حکومت یې بشپړ امنیت ته ژمن دی.

هاشمي عامه خدمتونو ته ګواښ، ضرر رسول او له منځه وړل د افغانستان د ولس پر وړاندې دښمني وبلله او پر طالبانو یې هم غږ وکړ، چې د افغانستان د خلکو د عامه ګټو پر وړاندې خنډ نه شي.

بلخوا هاشمي په دې ناسته کې و ویل، چې وزارت د دفترونو او کورنیو لپاره د انټرنېټ په بیه کې ۳۰ سلنه کموالی راوستی او وروسته له دې به په هر دفتر او هر کور کې د نېت بیه له ۹۶ ډالر و ۶۰ ډالرو ته راټیټه شي.

ده ټینګار وکړ، چې ارزنه او ښه کیفیت لرونکي نېټ وړاندې کول د وزارت په لومړیتونو کې دی او هڅه کوي، چې د 3G  او 4G د قمیتونو د ټيټوالي لپاره هم کار روان دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي