۰

کابل کې په بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۵
د کابل پولیس تاییدوي، چې د کابل ده سبز ولسوالۍ کې په بهرنیو ځواکونو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.
کابل کې په بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې
د کابل پولیس تاییدوي، چې د کابل ده سبز ولسوالۍ کې په بهرنیو ځواکونو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه نن چهارشنبې د زمري دوهمه سهار د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو په تنګي کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په بهرنیو ځواکونو د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې، خو دا چې مرګ ژوبله لري که نه ویلي یې دي، چې په دې اړه به بهرني ځواکونه معلومات ورکړي.

طالبانو د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې چاودنه یې د امریکا د استخباراتي ادراې په کارکوونکو کړې ده.

نوموړي ادعا کړې، چې په دې چاودنه کې د سي ای اې څو کارکوونکي وژل شوي او دوه لنډکروزر موټر یې ویجاړ شوي دي.

امریکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي