۰
نبیل و ټرمپ ته!

د ۱۰ میلیونه افغانانو د وژلو پر ځای د پاکستان ۳۰ پوځي جنرالان په تور لېست کې شامل کړه

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۸
ولسمشرۍ ته نوماند، د ملي امنیت پخواني رییس او د ملي محور ګوند رییس رحمت الله نبیل د امریکا د ولسمشرټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان ولس او خپلو ځواکونو ته یو لوی توهین وباله.
د ۱۰ میلیونه افغانانو د وژلو پر ځای د پاکستان ۳۰ پوځي جنرالان په تور لېست کې شامل کړه
ولسمشرۍ ته نوماند، د ملي امنیت پخواني رییس او د ملي محور ګوند رییس رحمت الله نبیل د امریکا د ولسمشرټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان ولس او خپلو ځواکونو ته یو لوی توهین وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون د پاکستان له لومړي وزیر سره لیدنه او خبرو کې ویلي که وغواړي یوه اوونۍ کې افغان جګړه ګټلي او افغانستان د نړۍ له نقشې ایستلی شي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه انسان و وژل شي.

نبیل د ټرمپ همدې څرګندونو ته سخت غبرګون وښود او نن سه شبنې د زمري لومړۍ نېټه یې کابل کې یوې ناستې ته وویل، چې د ټرمپ دغه څرګندونې افغان ولس او په عین وخت کې خپله امریکايي سرتېرو ته توهین دی.

نوموړي و ویل، چې افغانستان هېڅ له نقشې نه شي لرې کولی، بلکې دا د هر افغان په رګ رګ کې نغښتې، څو چې یو افغان وي، تل به دا افغانستان وي.

ښاغلي نبیل وړاندې و ویل، ټرمپ ته یې مشوره دا ده، د دې پر ځای چې یو میلیون وګړي وژني ښه به دا وي، چې پر ځای یې د پاکستان ۳۰ تنه پوځي جنرال ۳۰ تنه د ترهګرو مشران چې په میرانشا، کوټ او پښور کې دي په تور لېست کې واچوي او بندیزونه پرې ولګوي.

نوموړي د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېرژي دوګونې وبلله او ویې ویل، چې ټرمپ وړاندې پاکستان دروغجن باله خو اوس بیا پرې باور کوي.

ده و ویل«یا هغه مهال ټرمپ دروغ ویل او یا یې اوس وایي.»

دی وایي، افغانان به کمزروي شوي وي خو مات شوي نه دي او په وینا یې عمران خان هم باید ټرمپ ته ویلي وايي، چې د افغانانو په رګ رګ کې دا نغښتې، څو چې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي.

نبیل و ویل، کله چې د ملي امنیت رییس وو، میرانشاه کې یې د سراج الدین حقاني ځای په داګه کړی و خو کله یې چې دا خبره له امریکايي ځواکونو سره سریکه کړه، هغوی ورته و ویل، چې هلته د ملکي وګړو دوکانونه دي او که برید وکړي نو هغوی ته به مرګ ژوبله واړوي، خو دا چې د هغوی ترهګر دلته په افغانستان کې د ورځې سل بې ګناه وګړي وژني امریکا هېڅ پروا نه لري.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند پر افغانانو او په ځانګړي ډول پر سیاسیونو غږ وکړ، چې نور سره یو موټی شي او هېواد له روانو بدبختیو وساتي.

په دغه ناسته کې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم د ټرمپ خبرې افغان ولس ته یو لوی توهین وباله او دا یې د امریکا یوه ستراتېژيکه تېروتنه وبلله.

نوموړي و ویل، هغه مهال چې امریکا کرستف کولمب نه وه، کشف کړې افغانستان وجود درلود او هېڅوک نه شي کولی افغانستان د نړۍ له نقشې محوه کړي.

ښاغلي سپنتا د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې نژاد پرستانه وبللې ویې ویل، چې امریکا هغه مهال هم افغانانو نه وه راغوښتې او اوس هم کولی شي دغه هېواد پرېږدي.

د هغه په وینا د افغانستان له منځه وړلو ارمان د دوی پلرونو او نیکونو هم ګور ته ورسره یو، دا ارمان، چنګیز، انګریز، روس هم ګور ته ورسره یو وړ او نن به امریکا هم له دې برخلیک سره مخ شي.

هغه پر افغانانو د یووالي غږ وکړ، ویې ویل، چې هېڅ بل هېواد نه شي کولی افغانستان ته دیموکراسي راولي پرته له دې چې افغانان خپله لاس په کار شي او خپل هېواد آزاد کړي.

 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي