۰
پدرام افغانانو ته!

د وروستي امریکایي سرتېري تر وتلو د هغوی په وړاندې وجنګېږي

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۲
ولسمشرۍ ته نوماند او د ولسي جرګې پخواني غړي عبدالطیف پدرام د امریکا د ولسمشر له څرګندونو وروسته پر افغانانو غږ کړي، د وروستي امریکایي سرتېري تر وتلو د هغوی په وړاندې وجنګېږي.
د وروستي امریکایي سرتېري تر وتلو د هغوی په وړاندې وجنګېږي
ولسمشرۍ ته نوماند او د ولسي جرګې پخواني غړي عبدالطیف پدرام د امریکا د ولسمشر له څرګندونو وروسته پر افغانانو غږ کړي، د وروستي امریکایي سرتېري تر وتلو د هغوی په وړاندې وجنګېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون دوشنبې د چنګاښ ۳۱ مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرو کې ویلي دي، که وغواړي یوه اوونۍ کې افغان جګړه پای ته ورسوي او افغانستان د نړۍ له نقشې لرې کړي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه انسانان و وژل شي.

پدارام د ټرمپ څرګندونې د یوه اشغالګر، بې فرهنګه او زبرځواک څرګندونې او د افغانستان ولس ته توهین بللی دی، چې په وینا یې چې هېڅ ډول بشري او انساني ارزښتونه نه پېژني.

نوموړي ویلي، ټرمپ ته ښایي دا جسارت د افغانستان داخلي مزدورانو ورکړی وو.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«ما د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون ته چې څو تنه وطن پلورونکو او خاینو لاسلیک کړی، رایه نه ده ورکړې، له تا مې هم نه دي غوښتي، چې مرستې ته مې راشه، ته باید له خپلو نظامیانو، چې په افغانستان کې جنګېږي وپوښتي، چې له څه ډول خلکو سره مخ دي او په کومه خاوره جنګېږي.»

پدرام وړاندې وایي، ډېرو یرغلګرو او اشغالګرو دې خاورې ته سترګې نیولې او پر دې ځمکه یې حمله کړې خو دلته یې له هدیرې پرته بل څه نه دي تر لاسه کړي، دا ځای به ستاسو په هدیره هم واوړي، چې اوښتی دی.

د ولسمشرۍ نوماند او ملي کنګرې ګوند رییس ټينګار کړی، چې ټرمپ به ډېره بې شرمه توګه د افغانستان ولس ته په کمه کتلي خو اشارې ورته وایي، موږ به تاسو ستاسو د سیالانو او یرغلګرو په شان له دې خاورې وباسو.

پدارم ټرمپ ته په نغوتې وايي، دا چې ستاسو لجاجت دوام لري، نو اوس درنه غواړ، چې خپل وروستۍ سرتېری هم زموږ له هېواده وباسه.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي د افغانستان له خلکو غواړي، چې امریکا پر وړاندې یو موټی شي، د جګړې میدانونه ګرم کړي او د وروستي سرتېري تر وتلو پورې جګړه ورسره وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي