۰
د ټرمپ خبرو ته د افغان حکومت سخت غبرګون:

افغانستان به د نړۍ پر مخ پاتې وي، هېڅوک یې برخلیک نه شي ټاکلی

سی شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته چې له عمران خان سره یې لیدنه کې کړې دي، سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولی د افغانستان برخلیک وټاکي.
افغانستان به د نړۍ پر مخ پاتې وي، هېڅوک یې برخلیک نه شي ټاکلی
افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته چې له عمران خان سره یې لیدنه کې کړې دي، سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولی د افغانستان برخلیک وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون دوشنبې د چنګاښ ۳۱ مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه او خبرو کې و ویل، که وغواړي په یوه اوونۍ کې د افغان جګړه ګټلی او افغانستان د نړۍ له نقشې ایستلی شي، خو په وینا یې نه غواړي ۱۰ ملیونه انسان و وژل شي.

هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بمونو مور کارولو ته په اشارې ویلي و، چې دغه ډول نور بمونه هم د جوړېدو په حال کې وو، خو ده یې کار درولی وو.

د ټرمپ دغه څرګندونې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې او د افغانستان حکومت هم په دې اړه خپل سخت غبرګون ښودلی ویلي یې دي، هېڅ بهرنۍ هېواد نه شي کولی، د افغانستان برخلیک وټاکي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان یو له زړو ترینه ملتونو او د نړۍ یو له هغه دولتونو دی، چې له ګڼو بحرانونو راوتلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو واک نه دی ورکړی او نه به یې هم ورکړي.

سرچینه کاږي، چې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه له امریکا سره د افغانستان شراکت او همکاري په متقابله ګټو او احترام ولاړ دی.

ارګ ټینګار کړی، چې دوی د سولې په برخه کې  امریکا له همکاریو منندوی او ملاتړ یې کوي، خو په وینا یې د افغانستان اساسي برخلیک د بهرنیو هېوادونو د مشرانو تر منځ ناستو کې، چې افغان زعامت په کې نه وي، نه شي ټاکل کېدی.

د ارګ په خبر پاڼه کې ټینګار شوی چې افغانستان په همدی لوی والي او سترتوب سره د نړۍ د سیاست په صحنه کې باقي پاتې وي.

افغان حکومت له امریکا سره دوه اړخیزه اړیکو ته په پام سره له دیپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن نه په صراحت غوښتی، چې د ولسمشر ټرمپ او عمران خان د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.

ارګ ویلي، چې دوی به د دغه مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان له آزاد ولس سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي