۰
لیزا کورټېس:

افغان سوله کې د پاکستان له لوري تراوسه پورته شوي ګامونه ابتدايي دي

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کورټېس وایي، د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له لوري تر اوسه پورته شوي ګامونه ابتدايي دي.
افغان سوله کې د پاکستان له لوري تراوسه پورته شوي ګامونه ابتدايي دي
د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کورټېس وایي، د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له لوري تر اوسه پورته شوي ګامونه ابتدايي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کورټېس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د پاکستان لومړی وزیرا عمران خان د پوځ له مشر جنرال باجوه او د ای اېس ای له مشر ډګرجنرال فیض حمید سره یو ځای واشنګټن ته رسېدلی او ټاکل شوې له ولسمشر ټرمپ سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

ویل کېږي، په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې خپلول له ولسمشر ټرمپ سره د عمران خان په لومړنۍ کتنه کې د امریکا د اجنډا د سر موضوع ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي آسیا د چارو مشره، لیزا کورټېس وایي، لومړی به ولسمشر ټرمپ له عمران خان سره دوه په دوه کتنه او خبرې ولري، او وروسته
هغې زیاته کړې«موږ د سولې په هڅو کې د پاکستان ابتدايي تسهیلاتي اقدامات ستایو، خو اوس په دې پروسې کې یو مهم پړاو ته رسېدلي یو او له پاکستانه غواړو چې پر طالبانو فشار واچوي څو دایمي اوربند ته غاړه کښیږدي او په بین الافغاني خبرو کې چې افغان حکومت هم په کې شریک وي، برخه واخلي.»
به د غرمې د ډوډې پر مهال، د دواړو هېوادونو د نورو جګپوړو چارواکو په حضور کې خبرو ته دوام ورکړي.

لوېدیځې رسنۍ وايي، امریکا به هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ولاړ حالت پای ته ورسېږي او پر پاکستان به فشار راوړي څو طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېنوي.

لیزا کورټېس هم خبریالانو ته ویلي، امریکا ته د ښاغلي عمران خان د سفر مقصد دوه خبرې دي، او هغه دا چې د افغان سولې د پروسې په پرمختګ کې د پاکستان پر کلکې همکارۍ ټینګار وشي او پاکستان دې ته وهڅول شي چې پخپلې خاورې کې دسختدریځو او ترهګرو د ځپلو لپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې، جاري وساتي او لا پسې قوت ورکړي.

نوموړې وايي، د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له لوري تراوسه پورې پورته شوي ګامونه ابتدايي دي او دغه هېواد باید پر طالبانو نور فشار هم واچوي.

هغې زیاته کړې«موږ د سولې په هڅو کې د پاکستان ابتدايي تسهیلاتي اقدامات ستایو، خو اوس په دې پروسې کې یو مهم پړاو ته رسېدلي یو او له پاکستانه غواړو چې پر طالبانو فشار واچوي څو دایمي اوربند ته غاړه کښیږدي او په بین الافغاني خبرو کې چې افغان حکومت هم په کې شریک وي، برخه واخلي.»

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالذ ټرمپ نن دوشنبې د چنګاښ ۳۱ مه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره و ویني.

ویل کېږي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به دوه ساعته په سپینه ماڼۍ کې تېرې کړي او وروسته به د امریکا په یوه تحقیقاتي انستیتیوت کې به وینا وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي