۰

د ولسمشریزو ټاکنو تر پایه پر دولتي څوکیو مقررۍ بندې شوې

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د ولسمشریزه ټاکنو تر پای پورې په دولتي څوکیو ټولې مقررۍ او د استخدام پروسه بنده ده.
د ولسمشریزو ټاکنو تر پایه پر دولتي څوکیو مقررۍ بندې شوې
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د ولسمشریزه ټاکنو تر پای پورې په دولتي څوکیو ټولې مقررۍ او د استخدام پروسه بنده ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې پرون یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې په حکومت غږ کړی، چې مقررۍ بندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی دا کار د چارو د روڼتیا او وظیفوي خوندیتوب لپاره کوي او له دې وروسته د ټاکنو تر پایه پورې هیڅوک په مرکز، ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیو کې له لومړي بست څخه تر اتم بسته پورې په هېڅ یوې څوکۍ خلک نه شي ګمارلی.

سرچینه زیاتوي، هغه کسان چې شارټ لیست شوي یا یې د رقابتي ازموینو پړاوونه وهلي دي، باقي کارونه به یې له ټاکنو وروسته مخته وړل کېږي.

یاده کمېسیون وایي، دولتي ادارې یوازې د شدیدې اړتیا، امنیتي ستونزو، اداري فساد او بې کفایتۍ له کبله کولی شي یو شمېر مقرر شوي کسان له دندو ایسته کړي.

ټاکل شوې چې یوه اوونۍ وروسته ټاکنیز کمپاینونه پيل او دوه میاشتې دوام وکړي، چې ولسمشریزې ټاکنې به د راروانې میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي