۰

سناتورانو خپله د دوبي رخصتي ۱۰ ورځې وځنډوله

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د مشرانو جرګې غړو د کال د وسط بودجې د تایید په خاطر خپله د دوبي رخصتي لس ورځې وځندوله.
سناتورانو خپله د دوبي رخصتي ۱۰ ورځې وځنډوله
د مشرانو جرګې غړو د کال د وسط بودجې د تایید په خاطر خپله د دوبي رخصتي لس ورځې وځندوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکومت د پارلماني چارو وزرات له لوري څو ورځې وړاندې له ملي شورا غوښتي و، چې خپلې د دوبي رخصتي د کال د وسط بودجې د تایید په خاطر وځندوي.

سناتوران د نن په غونډه کې د رخصتیو ځنډول غوښتنه ومنله او د رایو په اکثریت سره یې خپلې رخصتۍ لس ورځې نورې هم وځندولې.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې (چنګاښ ۳۰مه) د ورځې په غونده کې و ویل، چې د سنا اداري مجلس هم ترې د رخصتیو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

له دې وروسته د جرګې رییس د رخصتیو د ځنډ موضوع رایې اچونې ته وړاندې کړه، چې د سناتورانو له خوا تایید شوه.

باید و ویل شي، چې د کال د وسط بودجه وړاندې د کابیني له خوا تایید شوې او د ملي شورا د تایید لپاره پارلمان ته لېږل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي