۰

خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید شوی، ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې په پاکستاني پولیسو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خیبرپښتونخوا کې ځانمرګی برید شوی، ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې په پاکستاني پولیسو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وایي، دغه برید نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه د خیبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کې شوی دی.

د ډېره اسماعیل خان امنیتي چارواکو ویلي، لومړی سهار په یاده سیمه کې د پولیسو پر یوه چيک پوست نامعلومه وسله والو کسانو ډزې کړې، چې دوه پولیس یې وژلي دي.

د دغه سیمې د پولیسو مشر سلیم ریاض ویلي کله چې نور پولیسو د وژل شویو پولیسو جسدونه ځايي روغتون ته لېږدول د روغتون په دروازه کې پرې ځانمرګی برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دی، چې په وژل شویو درې ملکي وګړي او دوه پولیس شامل دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي