شمال کې د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ ۲۹ مه د فاریاب ولایت د بلڅراخ ولسوالۍ په تحت بلوچ کلي کې رامنځ ته شوې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون د طالبان له خوا د اېښودل شوي ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو به خبرپاڼه کې راغلي، وژل شوی او ټپي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.
که څه هم پوځي چارواکي وایي، ماین طالبانو د افغان ځواکونو لپاره اېښتی و، خو قرباني یې ملکي وګړي شول، ولې طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب