۰

د ټرمپ سره به د عمران خان ژمنه څه وي، ایا د پاکستان پوځ به د طالبانو جنګي ماشین ودروي؟

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته روان دی، چې ویل کېږي د پاکستان پوځ او استخباراتو (ای آېس ای ) مشر به هم ورسره وي.
د ټرمپ سره به د عمران خان ژمنه څه وي، ایا د پاکستان پوځ به د طالبانو جنګي ماشین ودروي؟
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په درې ورځني سفر واشنګټن ته روان دی، چې ویل کېږي د پاکستان پوځ او استخباراتو (ای آېس ای ) مشر به هم ورسره وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ټرمپ به له عمران خان سره وګوري او تر ډېره به د دواړو خبرې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر ښه کولو او تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه راوڅرخي.

امریکن انټرسټ انلاین اژانس هم وایي، د ټرمپ او خان خبرې به تر ډېره د افغان جګړې په ختمولو تمرکز وکړي او دا حد به سره په خبرو کې وټاکي چې خپلو ترینګلو شویو اړیکو ته د افغان جګړې په ختمولو سره د پای ټکی کېږدي.

واشنګتن ته د عمران سفر له پاکستاني او ځینو نورو لوېدویخوالو چارواکو سره ځینې هیلې راټوکولې، او هغه دا چې دواړه مشران به وکولی شي، شته ستونزې حل او د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږي.

پاکستاني چارواکي، هیله من دي چې عمران خان به ټرمپ ته د افغان جګړې په ختمولو کې د پوره مرستې ډاډ ورکړي تر څو له اسلام اباد سره د واشنګټن ترخې شوې اړیکې بېرته ورغوي.

ځینې په دې باور هم دي، چې په دې لیدنه کې به به د پاکستان پوځ ته دنده ورکول کېږي چې نور د طالبانو د جګړې ماشین په زنګو وخوري او د تل لپاره یې ودروي.

پاکستان هڅه کوي، د امریکا ترې مات شوی باور بیرته ورغوي او خپل شړېدلي اقتصاد ته د امریکا د اوږې ورکولو خیرات یو وار بیا وغواړي.

د پاکستان دان ورځپاڼې هم همدې ته خوشبینه ده، چې دا ځل ملکي او پوځي حکومت په یوه لار سره روان شوي، او ښايي دا ځل د جړې ماشورې سر سره پیدا او ستونزې حل کړي.

له عمران خان سره د باجوه او ای اېس ای د مشر د یو ځای تګ په اړه په واشنګټن کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو پوه ماروین وینبام ویلي، دا څرګندوي چې د پاکستان ملکي او پوځي ادارې، تر ډېرې مودې وروسته، بلاخره په یوه لاره روانې شوي دي.

وینبام ویلي چې د افغانستان وضعیت او ترورېزم د امریکا د حکومت دوه سترې اندېښنې دي او هېڅ ستره پرېکړه په پاکستان کې د پوځ له موافقې پرته نه شي عملي کېدلای.

دا چې له ټرمپ سره به د عمران خان ژمنې څه وي او ایا د پاکستان پوځ به په رښتیا د طالبانو د جګړې ماشین ودروي که نه دا به د ټرمپ او عمران خان له لیدونو او خبرو وروسته د وخت په تېرېدو جوته شي.

خو د سپینې ماڼۍ ځینې سرچینو ویلي، ټرمپ له له عمران خانه په کلکه وغواړي، چې طالبان هر اړخیزه او دوامداره اوربند ته وهڅوي.

دغه راز سرچینو دا هم ویلي، چې له عمران خان څخه به د ټرمپ بله غوښتنه دا وي، چې د بین الافغان مذاکراتو د پيل لپاره طالبان وهڅوي، او په دې برخه کې پاکستان باید رښتی رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي