۰

کورنیو چارو وزارت: د بلخ د چهاربولک لپاره طالب ولسوال نیول شوي

شنبی ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۰
کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د پنځو وسله والو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې یو په کې د چهاربولک لپاره طالب ولسوال هم شامل دی.
کورنیو چارو وزارت: د بلخ د چهاربولک لپاره طالب ولسوال نیول شوي
کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د پنځو وسله والو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې یو په کې د چهاربولک لپاره طالب ولسوال هم شامل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د چنګاښ ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو تېره شپه د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان نیول شوي، چې په کې د چهاربولک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال عزت الله هم شامل دی.

بل خوا وزارت په کونړ ولایت کې هم د دوه تنو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې د دوی په خبره له وسله والو مخالفینو سره یې همکاري درلوده.

نیول شوي کسان ادریس او عزیزالله نومېږي او د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي