۰

ایران د بريتانيا تېل لېږدونکې بېړۍ نیولې

شنبی ۲۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۶
ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد ځواکونو د خلیج په اوبو کې د بریتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ نېولې دي.
ایران د بريتانيا تېل لېږدونکې بېړۍ نیولې
ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد ځواکونو د خلیج په اوبو کې د بریتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ نېولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي یوه بېړۍ بېرته پرېښودل شوې خو دویمه ایراني ځواکونو له ځانه سره بېولې ده.

ایراني چارواکو ویلي، د سټینا امپېرو په نامه بېړۍ خپل جي پي اېس بند کړی و، په ناسمه لاره روانه وه او د ایراني ځواکونو په اشاره نه وه درېدلې نو ځکه یې نېولې ده.

په ورته وخت کې د یوې بېړنۍ څښتنې ادارې هم ویلي سټینا امپېرو بېړۍ یې د سعودي عربستان په لور روانه وه، خو اوس ورسره اړیکه نه شي نیولي.

یاد شرکت وایي په بېړۍ کې ۲۳ تنه عمله هم سفر کوي او د هرمز تنګي ته نږدې د ناپېژانده کوچینو کښتیو او جنګي چورلکې لخوا درول شوې ده.

د دې پېښې په اړه لندن کې د بریتانیا حکومت د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ ویلي، د دې وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي