۰

د افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۵۰ سلنه کم شوی

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۷
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړی میاشتو کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.
د افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۵۰ سلنه کم شوی
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړی میاشتو کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې ۴۵ د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوي، چې ۵۰ سلنه کموالی ښیي.

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې درې د قتل، شپږ د ټپي کیدو، پنځه د وهلو ډبولو، ۱۹ د سپکاوي، ۱۰ د ګواښونو، یو د غیر قانوني نیولو او یو هم د اجباري شړلو قضیه موجوده ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د تاوتریخوالي له دغه پښو په ۲۰ هغو کې یې حکومتي کسانو، په ۸ پېښو کې داعش او طالبانو، په ۸ قضیو کې ناپېژانده وسله والو، په شپږو کې زورواکو او په دریو کې د رسنیو مسوولینو لاس درلود.

د دغې کمیټې موندنې ښیي، چې د افغانستان جنوب ختیځ زون، د ۱۵ قضیو په لرلو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په لومړي ځای کې قرار لري.

دغه کمېټه وایي، په عمومي توګه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه نه دی تللی او اوسنۍ شمېرې ښیي، چې لا هم خبریالان او رسنۍ د خشونت د عاملینو لخوا ګواښل کېږي.

په راپور کې یو شمېر لاملونو ته هم اشاره شوې، چې چې د افغان خبریالانو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کم کړی دی.

یاده کمېټه د رسنیو او خبریالانو د خوندیتابه لپاره اقدامات، د سولې خبرې اترې، د محافظتي واسکټونو او خولیو برابرول او د داعش ډلې د تخریبي فعالیتونو کموالی هغه لاملونه دي، چې د خبریالانو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کم کړی دی.

دغه کمیټه همدارنګه په دې باور ده، چې له خبریالانو د ملاتړ بنسټونو منظمه عدالت غوښتنه هم د دې لامل شوې، چې حکومت اړ کړي په دغه برخه کې جدي اقدامات وکړي.

که څه هم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی پنۍځو سلنه کم شوی خو لا هم له خبریالانو څخه د ملاتړ یو شمیر بنسټونه په دغه برخه کې اندیښمن دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، یو له دغو اندیښنو څخه د طالبانو د ګواښ له اعلامیې خپرولو وروسته، د خبریالانو او رسنیو سانسور دی.

د کمېتې د چارواکو په وینا دغه ګواښونه د دې لامل شوي، چې ډیری رسنۍ د طالبانو د جنایاتو ریپوټونه خپاره نه کړي او د هغو اعلاناتو له خپرولو هم ډډه وکړي، چې د حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا یې ملاتړ کیده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه همدارنګه وایي، د قطر بین الافغاني ناستې په پریکړه لیک کې د رسنیو آزادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته تبارز نه دی ورکړل شوی، چې دا هم د دوې د اندیښنې لامل ګرځیدلی دی.

دغه کمیټه همدارنګه وایي، چې د ترهګریزو پیښو د پوښښ پر وخت خبریالان له محافظتي خولیو او واسکټونو څخه ګټه نه اخلي، په داسې حال کې چې دغې کمیټې ۲۰۰ محافظتی خولۍ او واسکټونه د رسنیو اختیار کې ایښي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له رسنیو او خبریالانو څخه غواړي، چې د ترهګریزو پیښو د پوښښ پر مهال دې محافظتي موارد په پام کې ونیسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي