سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو افغانستان کې د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني یو مهم ساتونکی نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د خراساني دغه مهم ساتونکی عبدالواجد نومېږي.
د خوږیاڼي په وینا عبدالواجد د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې عبدلواجد د داعش د وژل شوي مشر عمر خراساني مهم ساتونکی او هغه ته تر ټولو نېږدې کس وو.
په ورته وخت کې نیول شوي کس چې ځان یې د داعش په لیکو کې د زهیر په نوم معرفي کړی وایي، له څه ۲۰ میاشتو راهیسې له داعش سره یو ځای شوی.
دی وايي، په لومړي سر کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له داعش ډلې سره یو ځای شو او تر هغې وروسته کونړ کې د دغه ډلې له قوماندان عمر خراساني سره یو ځای شو.
بل خوا چارواکو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان د نیولو خبر هم ورکړی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل