۰

امریکا: ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې حذف کړو

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې حذف کړي.
امریکا: ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې حذف کړو
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان کړی، چې ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې حذف کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخېامریکا دغه ګام له روسیې نه د اېس ۴۰۰ توغندییز دفاعي سیستم راوړلو په غبرګون کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې الن لرد ویلي، په دې پروژه کې د ترکیې حضور خڼډول کېږي او د حذفولو بهیر یې هم په رسمي توګه پیلېږي.

خو ترکیې ویلي د ایف ۳۵ له پروژې د ترکیې ایستل هېڅ کوم قانوني لامل نه لري او له دې سره هم کوم اړخ نه لګوي چې ترکیه د امریکا یو ملګری هېواد دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې له خپلې پرېکړې په شا شي ځکه چې په وینا یې دا یوه تېروتنه ده.

ترکیې ویلي،‌ دا چې امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي، د امریکا دا ګام به د دواړو هېوادونو په زیان تمام شي.

په پام کې وه چې ترکیه به ۱۰۰ ایف ۳۵ جنګي الوتکې اخلي او د دغه معاملې لومړنۍ الوتکه به د روان کال تر پایه ترکیې ته سپارل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي