۰
ټرمپ:

پاکستان زموږ د فشار له امله حافظ سید نیولی دی

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر پاکستان د دوی فشار و، چې د لشکر طیبه بنسټګر او مشر حافظ سعید نیولی دی.
پاکستان زموږ د فشار له امله حافظ سید نیولی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر پاکستان د دوی فشار و، چې د لشکر طیبه بنسټګر او مشر حافظ سعید نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان حکومت پرون و ویل، چې د جماعت الدعوه ګوند مشر او همدا راز د لشکر طیبه ډلې بنسټګر حافظ سعید یې نیولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، دا د دوی د دوه کلونو پرله پسې فشار و، چې پاکستان دې ته تیار شو، چې حافظ سعید ونسی.

د یادونې ده، چې په تېرو لسو کلونو کې امریکا او هند په ځلونو له پاکستان غوښتي وو، چې نوموړی ونیسي، ځکه په ګڼو ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن دی.

ویل کېږي، حافظ سعید تر دې وړاندې په پاکستان کې ازاد ژوند درلود او د پاکستاني پوځ له لوري يې امنیت خوندي کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي