افغان حکومت د کال د منځنۍ بودجه په چوکاټ کې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو لپاره ځانګړې شوې بودجه د کابینې په غونډه کې تایید کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کابینې تېره ورځ چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه له غرمې وروسته غونډه وکړه او په کې یې د ټاکنو لپاره بودجه تایید کړه.
سرچینه وایي، په غونډه کې لومړۍ د مالیې وزارت مالي مرستیال د ۱۳۹۸ کال له پیله د چنګاښ میاشتې تر ۲۴ مې پورې د بودجې د لګښت او دغه راز د همدې کال د منځۍ بودجې د ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي له دې وروسته د کابینې غړو د بودجې د لګښت د ملي بودجه د منځنۍ اروزنې طرحه تایید کړه.
که څه هم خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې څومره بودجه ټاکنو ته ځانګړې شوې، خو وړاندې له دې د ټاکنو کمېسیون خبر ورکړی و، چې حکومت د ټاکنو لپاره ۹۰ میلیون ډالره بودجه پر غاړه اخیستې ده.
د کابینې په غونډه کې ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د تلې شپږمه تر سره کېږي او لګښت یې حکومت ورکوي.
افغان ولسمشر و ویل، هېڅ ډول مادي خنډ باید د ټاکنو پر وړاندې ونه درېږي او نه هم باید ټاکنې ځنډنۍ کړي.
ښاغلي غني سوله او ټاکنې یو د بل بشپړونکې وبللې ویې ویل، دولت پر دواړو پروسو جدي تمرکز لري او د سولې چوکاټ د لویې جرګې پرېکړه لیک ټاکلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل