۰
کابل کې د امریکا سفیر:

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې ټولو قوانینو ته درناوی وکړي

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان اړ دي چې قوانینو ته درناوی وکړي او په خپلو فعالیتونو کې له دولتي امکاناتو استفاده و نه کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې ټولو قوانینو ته درناوی وکړي
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان اړ دي چې قوانینو ته درناوی وکړي او په خپلو فعالیتونو کې له دولتي امکاناتو استفاده و نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باس زیاته کړې، هغه نوماندان چې په حکومت کې دي او که له حکومت بهر، باید له حکومتي وسایلو، امکاناتو، صلاحیتونو او پیسو د خپلو کمپاینونو او یا ټاکنیزو موخو لپاره کار وا نخلي.

هغه پر نوماندانو غږ کړی چې د افغانستان ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو کې همکار و اوسي.

د یادونې ده، تر دې وړاندې هم ځينو څارونکو بنسټونو پر ځینو نوماندانو نیوکه کړې وه، چې تر وخت مخکې کمپاین کوي او له دولتي امکاناتو د ټاکنیزو موخو لپاره کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي