۰

هرات کې د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر وژل شوی

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۲
هرات ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې حرفوي ډلې مشر له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی.
هرات کې د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر وژل شوی
هرات ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې حرفوي ډلې مشر له پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انسان تښتوونکی عارف مشهور په استاد عارف نومېږي، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر وو.

کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عارف په استاد عارف مشهور و او له هغې وروسته په هرات ښار کې د پولیسو لخوا ووژل شو، چې د پولیسو خبرداري ته یې غوږ ورنه کړ او په وسله واله نښته یې لاس پورې کړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې د عارف یو بل ملګری، چې په انسان تښتونه کې یې لاس درلود ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي