افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني او ښاغلي سلمان پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۵ مه ماښام تلېفوني خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو مشرانو د افغانستان د سولې تر څنګ د سیمې د امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ سره او د سیمې د منطقوي اتصال په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویلي، پر دې سربېره ولسمشر له ښاغلي سلمان سره د سعودي عربستان بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو په رسېدنې هم خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل