۰

د امریکا او پاکستان همغږۍ افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړې

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۸
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د پاکستان او امریکا اړیکې ښې شوې او د دواړو هېوادونو تر منځ د برنامو همغږۍ افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړې ده.
د امریکا او پاکستان همغږۍ افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د پاکستان او امریکا اړیکې ښې شوې او د دواړو هېوادونو تر منځ د برنامو همغږۍ افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په درشل کې ویلي د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو لپاره د اسلام آباد هڅو رنګ راوړی او دا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لامل شوی دی.

ټاکل شوې عمران خان د روانې میاشتې په پای کې واشنګټن ته سفر وکړي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، چې د قریشي په وینا په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر عمومي اړیکو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د عمران خان او ولسمشر ټرمپ د خبرو عمده برخه به له طالبانو سره د سولې خبرې وي.

د قریشي په وینا اسلام آباد د ټرمپ له لوري د افغانستان د ستونزې هوارې ته د سیاسي حل لارې د موندلو هرکلی کوي او دا له اوږده وخت راهیسې د پاکستان موضوع هم وه.

ده ټینګار وکړ، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابرول پاکستان په ښه نیت کړې او دې ته د په افغانستان کې د سولې لپاره د یوه ګډ مسوولیت په سترګه ګوري.

دی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه واحد نظر رامنځ ته شوی دی او دا مسئله به په افغانستان کې د سولې سبب شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تازه له ټی ار ټي نړیوالې شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په تړاو یې د پاکستاني چارواکو په نیت کې بدلون درک کړی خو لا هم د افغانستان په اړه د دغه هېواد نااعلان شوې جګړه دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي