۰

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷ سلنه لوړه شوې

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۶
اذربایجان وايي، له افغانستان سره یې په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د اسانتیاوو له راوستو سره سم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷ سلنه لوړه شوې
اذربایجان وايي، له افغانستان سره یې په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د اسانتیاوو له راوستو سره سم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اذربایجان د اقتصاد مرستیال وزیر صاحب محمدوف ویلي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوه.

نوموړي زیاته کړې، چې روان کال تر دې دمه ۱۵ سلنه نوره هم لوړه شوې ده او هیله لري، چې دغه اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه پراختیا و مومي.

د اذربایجان د اقتصاد مرستیال وزیر صاحب محمدوف دغه راز ټینګار کړیو چې د لاجوردو لار د دواړو هېوادونو تجارت ته ډېره مهمه ده او د دې لارې په بشپړ فعالېدو به سوداګري نوره هم پراخه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي