ولسمشر د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ

25 سرطان 1398 ساعت 14:09

افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.


افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شبنې د چنګاښ ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دارالافتاء د تاسیس د فرمان خبر ورکړی دی.

سرچینه وایي، د ولسمشرۍ په فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء دې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ویل شوي، چې دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه یو خپلواک بنسټ دی.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com