افغان ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شبنې د چنګاښ ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دارالافتاء د تاسیس د فرمان خبر ورکړی دی.
سرچینه وایي، د ولسمشرۍ په فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء دې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ویل شوي، چې دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه یو خپلواک بنسټ دی.
د ولسمشر په فرمان کې راغلي، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل