سیمه ییزه سرچینې تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
د دغه ولایت یوې سیمه ییزې سرچینې
جمهور خبري آژانس ته تلېفوني خبرو کې و ویل، طالبانو تېره (دوشنبې شپه) د چنګاښ ۲۴ مه دغه کان ولکه کړی دی.
سرچینې و ویل، دغه کان د قاري قدیر په نوم د یوې غیر مسووله وسله والې ډلې د مشر له خوا طالبانو ته په هغمږۍ پرېښودل شوی دی.
نوموړي دا هم و ویلو چې امنیتی ځواکونو د کران منجان د لاجوردو کان څلور خواوې کلابندې کړې خو تر اوسه پورې جګړه نه ده رامنځ ته شوې.
د بدخشان د والي ویاند په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې پخلی کوي، خو د کان د نیولو خبره یې نه رد او نه هم تایید کړه.
د یادونې ده، چې د لاجوردو دغه کان د کران منجان او یمګانولسوالۍ تر منځ پروت دی او له دې وړاندېیې هم پر سر د غیره مسوله وسله والو، طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان