۰

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او نیم نفوس تر شکنجې لاندې دی.
افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او نیم نفوس تر شکنجې لاندې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دانش دغه څرګندونې نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه کابل کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ملي بنسټونو د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې بې سوادي، فقر، ناامنۍ، د غیر مسووله وسله والو ډلو شتون او په ټول کې د حاکمیت کمزورتیا هغه څه دي، چې په دې وروستیو کې یې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د هغه په وینا عدالت ته د ښځو نه لاس رسی، د قانون نه پلي کېدل او په عدالي او قضايي ارګانونو کې فساد نور هغه اساسي عوامل دی، چې ښځې یې له زیات تاوتریخوالي سره مخ کړې دي.

دانش وایي، په ۱۳۹۶ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۰۰ ډول ډول پېښې ثبت شوې او په وروستیو کلونو کې دا شمېرې نورې هم زیات شوې دي، خو په وینا یې په ټول کې افغان مېرمن په یوه نه یوه ډول له تاوتریخوالي سره مخ دي.

ده و ویل که چېرې د دغه ډول مجرمینو د معافیت قانون ته د پای ټکی کېښودل شي او په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحات رامنځ ته شي، چې په نسبي ډول رامنځ ته شوي هم دي، کولی شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي دانش د سولې په خبرو کې د مېرمنو په ونډې هم ټینګار وکړ ویې ویل، چې ښځو ته باید د سولې په ناستو کې پوره ونډه ورکړل شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د شعار او کړنلارو په اړه هم اشاره وکړه ویې ویل، چې د دغه ډلې کړنلاره اوس هم همغه پخوانی ده او د ښځو حقوقو ته هېڅ ډول احترام نه لري.

د هغه په وینا طالبان یوازې په تشو شعارونو سره غواړي، افغان مېرمن، حکومت او نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکړي او له دې پرته بل هېڅ برنامه نه لري.

بل خوا په یاده ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ استازي ریچارډ ډېویډ بند په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته پاملرنه ټکنۍ  او د اندېښنې وړ وبلله.

هغه په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخو اصلاحاتو تر څنګ د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته د پر وخت رسېدنې او په دې برخه کې د جدي پلټونو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي