۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

حکومت کې پر ځینو ښځو د جنسي تېریو د تور په اړه باید جدي پلټنې وشي

یکشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، په حکومت کې له ښځو د جنسي ګټې اخستو تور د حکومت پر لمن یو تور داغ دی او باید په جدي توګه وڅېړل شي.
حکومت کې پر ځینو ښځو د جنسي تېریو د تور په اړه باید جدي پلټنې وشي
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، په حکومت کې له ښځو د جنسي ګټې اخستو تور د حکومت پر لمن یو تور داغ دی او باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په حکومت کې په ځانګړي ډول ارګ کې د جنسي ځورونو تورنه څه موده وړاندې د حکومت ځینو مشاورینو کړې وه.

له دې وروسته دغه موضوع یو څه خف وه خو دوه ورځې وړاندې بي بي سي په یوه راپور کې ویلي و، چې ولسمشر ته نېږدې کسان په جنسي ځورونو کې لاس لري او په دې اړه یې د هغه مېرمنو خبرې خپرې کړې وې، چې د دغه پدیدې قرباني شوې وې.

خو د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش دغه موضوع د حکومت پر لمن یو تور داغ وباله او نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه یې کابل کې یوه ناسته کې و ویل، چې دغه موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.

نوموړي و ویل لوی څارنوالي په باید په جدیت او پوره جرئت سره دغه موضوع وڅېړي او هغه کسان چې تور پرې پورې دی که رښتیا یې دا کار کړی وي باید سخت مجازات او که یې نه وي کړی نو هغه کسان چې دا بې بنسټه طرحه یې خپره کړې باید مجازات کړي.

ښاغلي دانش دا یو انتخاباتي کمپیان وباله چې د ده په وینا د ولسمشر د ټیم په وړاندې پیل شوی او دا د ولسمشر په حق کې یوه لویه بې انصافي ده.

هغه ټینګار وکړ، چې ځینې څېر او کسان چې اوږده موده یې په حکومت کې حضور درلود، اوس د شخصي عقدو او انتخاباتي کمپاینونو لپاره په داسې طرحو لاس پورې کړی او هڅه کوي، چې د ولسمشر ټیم تخریب کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي