کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرۍ ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس د داعش ترهګرې ډلې لپاره د اسانتیاوو برابروونکی دی.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوی کس جمعه خان نومېږي او نن سهار د کابل ښار د سپاړسمې ناحیې له اړوند سیمې د ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
وزارت ټینګار کړی، چې دغه کس د داعش ترهګرې ډلې لپاره لوژېستیکي اسانتیاوې برابرولې.
جمهورخبری آژانس:کابل