۰

مزارشریف ښار کې درې مېرمنې وژل شوې دي

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي.
مزارشریف ښار کې درې مېرمنې وژل شوې دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د یوې کورنۍ درې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره له یوه ځای بل ته روانې وې.

د بلخ امنیه قوماندان وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دغه مېرمنو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې درې مېرمنې وژل شوې او ورسره دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دغه مېرمنې د کورنۍ دښمنۍ ښکار شوې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیتسي.

جمهورخبري آژانس:مزار شریف
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي