۰
عباس ستانکزی:

اسیايي او اروپايي هېوادونه دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت راکړي

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي د واشنګټن سره د سولې له هوکړې وروسته دې اسیايي او اروپايي هېوادونه طالبانو ته له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ضمانت ورکړي.
اسیايي او اروپايي هېوادونه دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت راکړي
قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي د واشنګټن سره د سولې له هوکړې وروسته دې اسیايي او اروپايي هېوادونه طالبانو ته له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ضمانت ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عباس ستانکزي دغه څرګندونې له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ وروستۍ هوکړه باید د جاپان، اسیايي هېوادونو او اروپايي ټولنې په حضور کې اعلان او لاسلیک شي.

دی وايي، تر اوسه په دې تړاو کومه هوکړه نه ده شوې، خو جاپان د دې وړتیا لري چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ هوکړه کې د شاهد او ضمانت ګړي رول پر غاړه واخلي.

ستانکزي زیاته کړې، که امریکا له افغانستانه د وتلو مهالوېش اعلان کړي نو په کومو مواردو چې طالبانو هوکړه کړې ده، پوره ژمنتیا به ورته وښيي.

د سولې د هوکړې په تړاو واشنګټن بېړه هڅه کوي دغه تړون تر راتلونکې سپټمبر میاشتې پورې له افغان ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې وشي، خو عباس ستانکزی وایي، دوی بېړه نه لري او هر هغه ټاکنې چې د بهرنیو تر مستقیم اغېز لاندې وشي دوی ته د منلو نه دی.

عباس ستانکزي دا هم ویلي، تر چې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شوی نه وي، طالبان به په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي