۰

کابل ښار کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې، تر کوڅه ډبو سپو غله ډېر دي

پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۶
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په دغه ښار کې کابو ۴۵ زره کوڅه ډبي سپي شته خو کابل ښاریان وایي، تر کوڅه ډبو سپو د وسله والو غلاو شمېر زیات دی.
کابل ښار کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې، تر کوڅه ډبو سپو غله ډېر دي
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په دغه ښار کې کابو ۴۵ زره کوڅه ډبي سپي شته خو کابل ښاریان وایي، تر کوڅه ډبو سپو د وسله والو غلاو شمېر زیات دی.

کابل ښاریان له غلاو، قتلونو او نورو ډول ډول جنايي پېښو تر پوزې راغلې زیاتوي، غله دومره ډېر شوي، چې په رڼا ورځ غلا، وژنې او نور جنایات تر سره کوي.

د ښاریانو په وینا د خلکو له لاسونو د موبایلونو تښتول، له مېرمنو د لاسي بکسونو تښتول، دوکان ته د مخ پټو وسله والو غلو ورتلل او د هغوی پیسې لوټل، پر څلور لارو او د موټرو تم ځایونو کې د خلکو له جېبونو موبایل وهل او ان د څو پیسو پر سر د یوه انسان وژنه هغه پېښې دي، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې زیاتې شوې دي.

ښاریان وايي، دغه حالت دوی تر دې حده وېرولي، چې ان په رڼا ورځ په ډاډه زړه خپل کاروبار ته نه شي تلای، ځکه په خبره یې غله اوس یوازې په غلا
نوموړي په امنیتي ادارو په ځانګړې ډول پر شپږمه امنیتي حوزه سختې نیوکې وکړې ویې ویل«کله چې دغه حوزې ته مراجعه کوو، جنايي امر رانه پوښتنه کوي، چې مجرم پېژنې که یې نه پېژنې بیا دلته رانشي، دا زموږ امنیتي منطق دی، کله چې موږ هغه وپېژنو نو بیا تا ته د څه کار لپاره راشو.»
بسنه نه کوي، بلکې د غلا تر څنګ پرې ډزې هم کوي او پر چړو یې هم وهي.

له ورته پېښو سره مخ یو کس عصمت الله دی، چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې هټۍ لري او څو ورځې وړاندې یې غله دوکان ته ورغلي او هر څه یې ترې لوټلي دي.

عصمت الله دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، ځکه غلو پر هغه ډزې کړې او په چړو باندې یې سخت ټپي کړی دی.

نوموړی د سختو ټپو له امله په اسانۍ خبرې نه شي کولی، له مرګ سره پنځه نرموي، خو له دې سره سره یې په نیولې ساه جمهور خبري آژانس ته په لنډو خبرو کې پر ده د برید کیسه وکړه.

هغه و ویل«غرمه مهال خپل دوکان کې وم، چې دوه نفره مخ پتي وسله وال غله دوکان ته را د ننه شول، له کومې خبرې پرته یې د وهلو ډبلو پیل راباندې وکړ، د پیسو دخل مې یې لوټ کړ، وروسته یې په مرمۍ و ویشتم، بیا پوه نه شو، کله چې په هوش راغلم روغتون کې وم.»

عصمت الله وایي، له هېچا سره دښمني نه لري او نه هم وړاندې د چا له خوا ګواښ شوی خو په وینا یې حکومت په ځانګړي ډول امنیتي ادارې باید د غلو او وژنکو مخنوی وکړي تر چې خلک په ارامه ژوند او خپل کار مخ ته یوسي.

د عصمت الله پښې د هغه مور هم سخته دردولې، سترګې یې اوښکې ډکې دي وايي، که حکومت د جنایتونو مخنوی نه شي کولی نو فرمان دې ورکړي، چې له دې ځایه یوه بل امن ځای ته خلک ګډه شي.

د ده پلار د نوم ښودلو پرته جمهور خبري آژانس ته و ویل کابل ښار کې غلاوې دومره ډېرې شوې چې ان له خلکو یې کورتۍ او واسکټونه باسي.

ده زیاته کړه«موږ
نوموړي لږ نور هم وړاندې ځیې، غله له کوڅه ډبو سپو سره برابروي او وايي، وړاندې به چې موږ د کابل ښار پس کوڅو ته داخلېدو نو لیدل به مو چې څو کوڅه ډبي سپي د دېوال سیوري ته پراته دي، خو اوس چې کله کوڅو ته داخلېږو، ګور چې څو وسله وال غله زموږ لار نیسي، دا اوس داسې ښار دی، چې نه په کې سوال شته او نه پوښتنه.»
په دې سیمه کې هره ورځ د غلا د یوې پېښې شاهدان یو، په تېرو دوه کلونو کې زموږ په ساحه کې شپږ قتله او کابو ۳۰ د غلا پېښې مې په خپلو سترګو لیدلې، خو څوک نشته چې د دغه بې چاره خلکو غږ واوري.»

عصمت الله اوس د مرګ او ژوند تر منځ دی، پلار یې ډېر وته خفه او دردېدلی وايي، زوی مې دې حالت ته رسولی روغتون کې یې هم ځواب راکړ اوس مو یې د ژوند تمه یوازې الله ج ته ده.

نوموړي په امنیتي ادارو په ځانګړې ډول پر شپږمه امنیتي حوزه سختې نیوکې وکړې ویې ویل«کله چې دغه حوزې ته مراجعه کوو، جنايي امر رانه پوښتنه کوي، چې مجرم پېژنې که یې نه پېژنې بیا دلته رانشي، دا زموږ امنیتي منطق دی، کله چې موږ هغه وپېژنو نو بیا تا ته د څه کار لپاره راشو.»

د انصاري په مستعار نامه کس د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د حمام په کوڅه کې ژوند کوي وايي، غله دومره ډېر شوي، چې ان موږ په رڼا ورځ په خپله کوڅه کې په ډاډه زړه نه شو ګرځېدای.

هغه جمهور خبري آژانس ته و ویل«هره ورځ موږ په خپله کوڅه کې د غلا څو پېښې وینو، خو هېڅوک نشته چې و وايي، دا څوک دي، چې د خلکو سکون یې ترې اخیستی.»

نوموړي لږ نور هم وړاندې ځیې، غله له کوڅه ډبو سپو سره برابروي او وايي، وړاندې به چې موږ د کابل ښار پس کوڅو ته داخلېدو نو لیدل به مو چې څو کوڅه ډبي سپي د دېوال سیوري ته پراته دي، خو اوس چې کله کوڅو ته داخلېږو، ګور چې څو وسله وال غله زموږ لار نیسي، دا اوس داسې ښار دی، چې نه په کې سوال شته او نه پوښتنه.»

دی وایي، کله چې امنیتي حوزو ته مراجعه کوي چارواکي یې ورته وایي، که
دی وایي، کله چې امنیتي حوزو ته مراجعه کوي چارواکي یې ورته وایي، که ځان درته ګران وي، په داسې موضوعاتو پسې مه ګرځۍ، ځکه د هغو سره د چا زور نه رسېږي، هغوی قوي بانډونه لري.
ځان درته ګران وي، په داسې موضوعاتو پسې مه ګرځۍ، ځکه د هغو سره د چا زور نه رسېږي، هغوی قوي بانډونه لري.

د همدې پنځمې امنیتي حوزې اړوند د حمام کوڅې یو بل ته هټۍ وال محمد یوسف وايي، دوی هره ورځ په خپله ساحه کې د غلا د یو یا دوه پېښو شاهدان وي، هغه هم د غرمې په وخت.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل«زه له ډاره غرمه مهال خپل دوکان بندوم، کور ته ځم، نه شم کولی خپل کار و بار ته دوام ورکړم، د غرمې له ۱۱ د ماسپښین تر یوې بجې پورې څوک په دې کوڅه کې تګ راتګ نه شي کولی.»

د خلکو د دغه ادعاو په اړه د کابل پولیس چارواکي څه وايي؟

د کابل پولیس چارواکي تاییدوي، چې د ښار په کوڅو او پس کوڅو کې امنیتي ستونزې او په اړه یې د خلکو شکایتونه تاییدوي، خو وايي، پولیسو هم خپل فعالیت چټک کړی تر څو د دغه ډول پېښو مخه ونیسي.

د کابل د جنايي پولیسو ویاند فردوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د درېیمې، شپږمې، پنځمې او دیارلسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې جنايي ستونزې شته، خو پولیسو هم د مجرېمانو په نیولو کې کمی نه دی کړی او بې پروا نه دي.

د هغه په وینا د کابل پولیسو په څو وروستیو ورځو کې له یادو سیمو د اختطاف کوونکو څو بانډونه او ګڼ شمېر وسله وال غله نیولي دي، خو په وینا یې د دغه
د دې تر څنګ دا احتمال هم شته، چې د وسله والو غلو بانډونونه ښايي د امنیتي مسوولینو سره هم اړیکې ولري نو ځکه خلک له وېرې شکایت نه شي کولي.
بانډونو د سل په سله له منځه وړلو لپاره د خلکو همکارۍ ته هم اړتیا ده.

دی وايي، چې د کابل ښار په پنځمه، شپږمه او ۱۳ مه ساحه کې د غلو د نیولو په برخه کې د خلکو همکاري له پولیسو سره تر اوسه ډېره کم رنګه ده او دغه راز غیر معیاري کوڅو او پس کوڅو هم جنايي پېښو ته زمينه برابره کړې ده.

خو کابل ښاریان وايي، دوی د وسله والو غلو د بانډونو څخه امنیتي حوزو ته د شکایت جرئت نه لري، که شکایت درج هم کړي د امنیتي مسوولینو ځواب منفي وي او دا دوی ته یو بل سرخوږی جوړوي.

د دې تر څنګ دا احتمال هم شته، چې د وسله والو غلو بانډونونه ښايي د امنیتي مسوولینو سره هم اړیکې ولري نو ځکه خلک له وېرې شکایت نه شي کولي.

خو د کابل د جنايي پولیسو ویاند د دغه ادعا په اړه وایي، ورته څرګندونې اوس په یوه معقوله بدلې شوې او هر څوک وايي، پولیس د مجرمینو د بانډونو سره لاس لري، په داسې حال کې چې له وسله والو غلو سره د پولیسو جدي چلند د دغه ادعاو پر عکس دی.

هغه له خلکو وغوښتل«که چېرې له داسې مواردو سره مخ کېږي له خپلو پولیسو سره صادقانه همکاري وکړۍ، تر څو موږ هغه خاینان چې احیانآ د پولیسو په لیکو کې یې ځای نیولی وي، ونیسو او مجازات
هغه له خلکو وغوښتل«که چېرې له داسې مواردو سره مخ کېږي له خپلو پولیسو سره صادقانه همکاري وکړۍ، تر څو موږ هغه خاینان چې احیانآ د پولیسو په لیکو کې یې ځای نیولی وي، ونیسو او مجازات یې کړو.»
یې کړو.»

دی وایي، هغه باور چې په خپلو پولیسو یې لري هڅه کېږي، چې د خلکو دغه شکایتونو ته رسېدنه وشي او د دې کار لپاره په پولیسو کې زیات بدلونونه راوستل شوي دي.

کابل پولیس وایي، د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره یې ګڼې کړنلارې او برنامې تر لاس لاندې دي، خو دا چې دغه تګلارې څه دي، په اړه یې د امنیتي ملحوظات له مخې زیات جزیات نه ورکوي.

د کابل د جنايي پولیسو د پېښو د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره د بې اسناده موټر سایکلونو ټولول چې د دوی په وینا په زیاتره پېښو کې ترې ګټه اخستل کېږي د بېلګې په توګه یادوي وايي، کابل پولیس له ترافیکو سره په ګډه د دغه موټر سایکلونو د راټولولو لړۍ پیل کړې، چې ډېره ګټوره هم تمامه شوې ده.

دغه راز هغه د سیارو ښاري چک پوسټونه، شپنۍ ګزمې، د زرهي وسایطو پلټل، د نشه يي توکو د پلورونکو او معتادینو راټولول او له خلکو سره د ښې همکارۍ رامنځ ته کول هغه کړنلارې وبللې، چې پولیس یې د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې لري.

د کابل د جنايي پولیسو ویاند فردوس فرامرز د خپلو خبرو په پای کې وايي، پولیس هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ پورې وسله وال غله او د نشه يي توکو پلورونکي نیسي، خو بیا هم له خکو غواړو، چې په دې برخه کې زموږ سره پوره همکار و اوسي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي