ځینو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د افغان سولې په تړاو د قطر پلامېنه دوحه کې د بین الاافغاني ناستې هر کلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا، جرمني او ازبکستان یاده غونډه ستایلې او دا یې د رالتونکو خبرو لپاره غوره فرصت او اساس بللی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو د قطر دوه ورځنۍ خبرې مهمې او د راتلونکې لپاره ښه بنسټ بللی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت ویاندې کوچیانچیچ وايي، اروپايي ټولنه د بین الاافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او دا د افغان جګړې د پای ته رسېدو یوازینې حل لار بولي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ددوحې غونډې ته هیله مندي ښودلې ده او وایي، د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
ازبک چارواکو ویلي دوی تیار دي چې د افغان جګړې په پای ته رسولو کې اړینه همکاري وکړي او دغه هېواد ته د امنیت او ثبات په راوستو کې خپل رول ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د دغه غونډې هرکلی کړی او هغه یې د افغان سولې په ځانګړي ډول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره ښه زمینه بللې ده.
افغان حکومت هم د دغه غونډې د هرکلي تر څنګ هیله ښودلې، چې دا ناسته به دې ته لار برابره کړي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشي.
ارګ هیله ښودلې، چې په راتلونکو دوه میاشتو کې له طالبانو سره د سولې یو ابتدايي توافق لاسلیک شي.
د یادونې ده، چې د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ ناسته وشوه.
دړاو لورو ناسته ښه وبلله او په ګډه یې په یوه پرېکړه لیک کې د جګړې پر پای ته رسېدو، د زندانیانو په خلاصون د تاوتریخوالي په کمولو او بیا ځلي خبرو ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل