ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا کې د برېتانیا سفیر احمق سړی دی

19 سرطان 1398 ساعت 9:42

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د برېتانیا سفیر کیم دیریک یو احمق او بې عقل سړی بللی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د برېتانیا سفیر کیم دیریک یو احمق او بې عقل سړی بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ له هغې وروسته د برېتانیا سفیر بې عقل بللی چې دغه سفیر په یوه مکتوب کې د ټرمپ اداره بې منطقه وبلله.

امریکا کې د برېتانیا سفیر په یوه دیپلوماتیک مکتوب کې چې فاش شوی ولي، چې د ټرمپ اداره بې منطقه، بې کیفیته او کمزورې ده.

دغه مکتوب د تېرې یکشنبې په ورځ په میل ورځپاڼه کې نشر شو او له هغې وروسته یې پر وړاندې د امریکا ولسمشر په غبرګون کې د برېتانیا سفیر یو بې عقل انسان وباله او له هغه سره یې اړیکې پرېکړې.

ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، د خوښۍ خبر دا دی، چې برېتانیا به ډېر ژر د نوي لومړي وزیر لرونکې شي.

هغه برېتانیا ته خپل تېر سفر خوندور بللی او ویلي يې دي، یوازې د برېتانیا د ملک له لیدنې اغېزمن شوی.

خو د ټرمپ دې څرګندونو ته د برېتانیا لومړي وزیرې تراز مۍ هم غبرګون ښودلی او د خپل سفیر ملاتړ یې کړی دی.

د تراز می ویاند ویلي دا د یوه سفیر دنده ده، چې صادقانه ازرونه وړاندې کړي، خو د ټرمپ د ادارې په اړه یې د خپل سفیر څرګندونې رد کړې دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ هم له خپله سفیره ملاتړ کړی او ویلي یې دي موږ نه شو کولی یو سفیر د کوربه هېواد د غوښتونو پر بنسټ وټاکو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118168

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com