۰

قزاقستان د افغانستان د شته ستونزو د حل لپاره غونده جوړه وي

چهارشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
ټاکل شوې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان په اړه غونډه کوي او د دغه غوندې کوربه به قزاقستان وي.
قزاقستان د افغانستان د شته ستونزو د حل لپاره غونده جوړه وي
ټاکل شوې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان په اړه غونډه کوي او د دغه غوندې کوربه به قزاقستان وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،  په دې غونډه کې به د افغانستان اوسنی وضعیت ارزول کېږي او د شته ستونزو د حل لپاره به دایمي حللارې وړاندې کېږي.

د سرچینې په وینا دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې باور دي چې د افغانستان روانه جګړه یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې د حل وړ ده.

د یادونې ده، چې قزاقستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ او مرستې ژمنې کړې دي.

تر اوسه د دغه غونډې کره نېټه نه ده په ګوته شوې او نه هم دا معلومه ده، چې په غونډه کې به څوک او کوم لوري ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي