۰
سلام رحیمي:

د دوحې په بین الاافغاني ناسته کې د طالبانو ژمنې مثبتې وې

چهارشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د قطر پلازمېنه دوحه کې بین الاافغاني خبرې ښې بللې او ویلي یې دي د طالبانو ژمنې مثبتې وې.
د دوحې په بین الاافغاني ناسته کې د طالبانو ژمنې مثبتې وې
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د قطر پلازمېنه دوحه کې بین الاافغاني خبرې ښې بللې او ویلي یې دي د طالبانو ژمنې مثبتې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سلام رحیمي په وینا په دغه خبرو کې د اتباعو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو ژمنه مهم ټکی دی.

ښاغلي رحیمي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له دې پرمختګ سره سره لا هم اوږده لار په مخکې ده او باید د ډېر پرمختګ د سرعت په اړه خپله توقع زیاته نه کړي.

خو په وینا یې دغه ناستې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هیلې غوړولي دي او تمه ده چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د سولې چارو وزیر ویلي« هر څومره چې په راتلونکې کې جزییاتو او عملي ګامونو ته داخل شوو، د پرمختګ د سرعت د سوکه کېدو، د نظرونو د تفاوت او د اجرایي ستونزو د رامنځته کېدو احتمال به زیات شي.»

باید و ویل شي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځ د افغان سیاسیون د یوې ډلې او طالبانو د استازو تر منځ خبرې وشوې.

دوی د خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه او دغه خبرو ګڼې هیلې راټوکولې دي.

ارګ هم د دغه ناستې او خبرو هرکلی کړی او تمه یې ښودلې، چې په راتلونکو دوه میاشتو کې د سولې یو ابتدايي توافق لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي