سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په اروغ سیمه کې رامنځ ته شوې.
د خاکریز امنیه قوماندان نظر علي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د څلورمې قطعې د ټولي قوماندان احمد له یوې سیمې بلې ته روان و، چې پر موټر یې د سړک د غاړې خښ شوی ماین چاودلی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې احمد سرحدي له خپل بل یوه ملګري سره ځای پر ځای وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید و ویل شي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د غبرګولي له لومړۍ راهیسې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري.
جمهورخبري آژانس:کابل