۰
مشرانو جرګه:

د قطر غونډې ګډونوال باید ځواب و وایي، چې د افغان ځواکونو جګړه جهادی دی که د طالبانو

سی شنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۵
د افغانستان مشرانو جرګې د قطر بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک د اساسي قانون سره په ټکر کې وباله ا و د دغه پرېکړه لیک ځینې ټکي یې د ملي ګټو خلاف وبلل.
د قطر غونډې ګډونوال باید ځواب و وایي، چې د افغان ځواکونو جګړه جهادی دی که د طالبانو


د افغانستان مشرانو جرګې د قطر بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک د اساسي قانون سره په ټکر کې وباله ا و د دغه پرېکړه لیک ځینې ټکي یې د ملي ګټو خلاف وبلل.

د جمهور خبري آژانس سناتورانو د نن دوشنبې چنګاښ د ۱۸ مې په عمومي غونده کې و ویل، د یادې غوندې په پرېکړه لیک کې د افغانستان د تېرو ۴۰ کلونو ټولې جګړې ته چې د طالبانو سره ۱۸ کلنه جګړه هم په کې شامله ده جهاد ویل شوی دی.

دغه راز دوی ویل چې د پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې د دغه ناستې ګډونوال په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام غوښتونکي شوي دي.

د سناتورانو په وینا دغه دواړه ټکي د افغانستان د اساسي قانون سره ښکاره په ټکر کې دي، ځکه د افغانستان هم اساسي قانون اسلامی دی او هم یې نظام.

سناتورانو ټینګار وکړ، چې د غونډې برخوال چې د طالبانو جګړې ته یې جهاد ویلی باید دا ځوب ورکړي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جهاد کړی او په حقه و که د وسله والو طالبانو جګړه.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل«د افغانستان د خلکو جهاد د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته پای ته رسېدلی او له هغې وروسته په ځانګړې ډول په تېرو ۱۸ کلونو کې د وسله والو طالباتو ترهګریز فعالیتونه جهاد نه دی.»

ښاغلي مسلم یار د غوندې برخوالو ته په اشارې و ویل هغوی باید پوه شي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې واقعي جهاد افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کړی، نه طالبانو چې په ترهګرو بریدونو یې د عامو خلکو ژوند اخیستی دی.

نوموړي د قطر بین الاافغاني ناستې د پرېکړه لیک په غبرګون کې چې د ځينو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې وه زیاته کړه تر چې طالبانو، حکومت ته د معادلې د اصلي لوري په توګه نه وي کتلي، دولت نه شي کولی هېڅ وړاندیز باندې یې غور وکړي.

په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي محمد اکبر اکبري و ویل، چې د افغانستان اساسي قانون د نړۍ تر ټولو بهرین او اسلامي ترین قانون دی خو بیا هم د قطر غونده وال د یوه اسلامي نظام غوښتونکي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي