۰
عبدالله:

لوړ پوړي حکومتي چارواکي باید په ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۳
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي باید په ټاکنو کې د یوه او بل ټیم په ګټه لاسوهنه ونه کړي.
لوړ پوړي حکومتي چارواکي باید په ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي باید په ټاکنو کې د یوه او بل ټیم په ګټه لاسوهنه ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د چنګاښ ۱۷ مه د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې ویې ویل« موږ ټول د حکومتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون مسوولیت لرو، چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د یوه او بل ټیم په زیان یا ګټه لاس وهنه ونه کړو.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان ولس عادلانه، رڼې او له درغلیو پاکې ټاکنې غواړي او په ټاکنو کې هر ډول مداخله او درغلي هېواد د بې ثباتۍ لور ته بیايي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر مدني ټولنې او د ټاکنو د څار پر بنسټونو غږ وکړ، چې د ټاکنو له پروسې جدي څارنه وکړي.

عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینو کمېشنرانو د دوی په چارو کې په لاسوهنې نیوکه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي