۰
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې:

که د سولې توافق نهايي شي یا نه، ټاکنې باید وشي

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۶
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي عادله راز وایي، سوله او د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان لپاره دوه مهم او برخلیک ټاکونکې پروسې دي.
که د سولې توافق نهايي شي یا نه، ټاکنې باید وشي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي عادله راز وایي، سوله او د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان لپاره دوه مهم او برخلیک ټاکونکې پروسې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اغلې راز ټینګار کړی، چې که تر سپټمبر میاشتې پورې سوله کېږي او که نه خو ټاکنې باید په هر صورت تر سره شي.

د هغې په وینا ټاکنې د افغانستان د برخلیک، راتلونکې، نظام او دغه راز د تېرو کلونو لاس ته راوړنو او ارزښتونو لپاره خورا مهمې دي.

نوموړې ویلي که طالبان په دې فکر وي، چې طالباني نظام به بیا حاکم کړي باید پوه شي، چې دغه ډول مفکوره او نظام نور د افغانستان ولس ته د منلو نه دی.

دا وايي، حکومت د یو شمېر زندانیانو په خلاصون سره سولې ته ښه نیت وښود اوس طالبانو ته بویه چې د ښه نیت ښودلو په موخه تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتوالی وښي.

هغه له طالبانو سره د امریکا د خبرو په اړه و ویل، چې افغان حکومت هم په څلورو ټکو کې له امریکا سره هم نظره دی او ټینګار کوي، چې په څلور واړه مواردو باید په یوه وخت کې موافقه وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې ټینګار کړي، چې له څلور مواردو (د بهرنیو ځواکونو وتل، د نور پر ضد د افغان خاورې نه کارول، اوربند او له حکومت سره مخامخ خبرې) که په یوه هم توافق ونه شي، د څلور واړه د توافق په مانا نه دی.

نوموړې وایي، لکه څرنګه چې طالبان له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي افغان حکومت هم غواړي، چې په یوه زماني چوکات کې بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي.

عادله راز یو ځل بیا و ویل، چې که افغان حکومت یو انتخابي حکومت دی او که طالبان نه غواړي ورسره خبرې وکړي دا په دې مانا دی، چې ګنې له افغان ولس سره خبرې نه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وايي، حکومت ته بویه چې د خلکو د استازي په توګه له طالبانو سره یو توافق وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي