۰
ډاکتر عبدالله د کابل پوهنتون استادنو د نیونې په غبرګون کې،

نیول شویو کسانو د داعش کارتونه درلودل

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي امنیت له خوا د کابل پوهنتون د استادانو د نیولو په غبرګون کې وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې نیول شویو کسانو داعش ډلې ته زمینه برابروله.
نیول شویو کسانو د داعش کارتونه درلودل
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي امنیت له خوا د کابل پوهنتون د استادانو د نیولو په غبرګون کې وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې نیول شویو کسانو داعش ډلې ته زمینه برابروله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله نن دوشنبې د چنګاښ ۱۷ مه د وزیرانو شورا غونډه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ د ځینو استادانو نیونې ته په اشارې و ویل، په دې وروستیو کې ملي امنیت زیات شمېر پېژندل شوي کسان چې د داعش ترهګرۍ ډلې لپاره یې کار کاوه او د فعالیت زمینه یې ورته برابروه نیولي دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو د داعش کارتونه درلود او نومونه یې هم خپاره شوي، چې په دې سره د یادې د فعالیت مخه محدوده شوې ده.

ښاغلي عبدالله و ویل، چې دغه کسانو له موجوده اوضاع څخه په ګټې د داعش لپاره تبلیغات کول او دغه راز یې په یو شمېر ترهګریزه بریدونو او چاودنو ته زمینه برابروله.

هغه د لومړنیو پلټنو پر اساس و ویل، چې یادو کسانو د کابل به وروستیو بریدونو او چاودنو کې نېغ په نېغ لاس درلود.

د افغان حکومت اجرائیه رییس له خلکو وغوښتل، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره د ترهګرۍ په مخیوي کې همکاري وکړي تر چې دغه ډول کسان یې په ټولنه کې ځای و نه نیسي.

باید و ویل شي، چې ملي امنیت په تېرو څو ورځو کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ درې ته استادان، مبشر مسلمیار، عبدالظاهر داعی، معروف راسخ او دغه راز دوه محصلان احمد طارق او احمد فاروق د داعش سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
تر دې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو د همدې پوهنتون د شرعیاتو یو بل استاد ابوعبیدالله متوکل د داعش د جلب و جذب د مسوولیت په تور نیولی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي