د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.
د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۷ مه غرمه مهال نېږدې ۱۱ بجې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه د چاودنې نوعیت او د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه ده معلومه.
لومړي معلومات ښي چې د چاودنې له ځایه تر اوسه څلور تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار