۰

د قطر غونډې برخه وال هیله لري پر اوربند مثبته نتیجه تر لاسه کړي

دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
قطر ته د بین الاافغاني خبرو لپاره د افغان سیاسیون تللی پلاوی تمه لري، چې له طالب استازو سره خبرو کې پر اوربند موافقې ته ورسېږي.
د قطر غونډې برخه وال هیله لري پر اوربند مثبته نتیجه تر لاسه کړي
قطر ته د بین الاافغاني خبرو لپاره د افغان سیاسیون تللی پلاوی تمه لري، چې له طالب استازو سره خبرو کې پر اوربند موافقې ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بین الاافغاني ناسته پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ۵۲ افغان سیاسیون، د عباس ستانکزي په مشرۍ د ۱۷ طالب استازو او یو شمېر نورو بهرنیو غړو په ګډون پیل شوه.

د غونډې برخوال وايي، د لومړی ورځې خبرې ښې او رغنده وې او دواړو لورو په ازاد ډول خپل نظرونه سره تبادله کړل.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم له غونډې خوښ ښکارېده او خبریالانو ته یې و ویل، چې دا ناسته د سولې په برخه کې یو ستر ګام دی.

د غونډې برخوال وايي، دوی هڅه کوي له طالبانو سره تر ډېره پر اوربند خبرې وکړې، ځکه هره ورځ کابو ۳۰۰ افغانان په جګړه کې وژل کېږي.

په غونده کې د اسلامي حزب په استازیتوب غیرت بهیر خبریالانو ته و ویل، اوربند اړین دی او تمه ده، چې په دې غونډه کې چې نن دوشنبې پای ته رسېږي پرې بحث وشي او یوه مثبته نتیجه تر لاسه شي.

هغه و ویل«موږ لا په خورا ابتدايي پړاو کې یوو خو راځئ چې دې ته هیله ولرو چې دا کنفرانس به نورو او لا مفصلو خبرواترو ته لار هوار کړي چې په پایله کې یې په افغانستان کې دایمي اوربند او جګړه ختمه شي.»

د غونډې یوه بله ګډونوال اصیلا وردګ وايي، د دواړو خواو خبرې ښې روانې دي او طالبانو په زغرده و ویل، چې د ښځو په اړه به خپلې خوانۍ پالیسۍ تکرار نه کړي.

اغلې وردګ زیاته کړه«د افغانستان له لوري، هر څوک پر اوربند ټینګار کوي، خو که دواړه خواوې پرې راضي نه وي یا یې نه مني، هیله ده چې دواړه خواوې لږترلږه یوه کمېټه جوړه کړي چې د ملکیانو مرګ ژوبلې کمې کړي.»

د هغې په وینا د خبرو ګډونوال هیله لري چې د دې غونډې په پای کې د خپلو پرېکړو د تعقیب لپاره یوې موافقې ته ورسېږي او روانه جګړه په هر صورت پای و موممي.

د یادونې ده، چې دغه بین الاافغاني غونډه به نن دوشنبې هم دوام ولري او په پای کې به یې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي