۰
د قطر د بین الاافغاني ناستې یوه ګډونوالواله:

امریکا پر ټاکنو،سولې ته لومړیتوب ورکوي، موقت حکومت یوه حل لار بولي

یکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۶
د قطر د بین الاافغاني ناستې یو تن ګډونوال وايي، امریکا د افغانستان تر ولسمشرۍ ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکوي او د روان بحران د حل یوه لار د موقت حکومت رامنځ ته کول بولي.
امریکا پر ټاکنو،سولې ته لومړیتوب ورکوي، موقت حکومت یوه حل لار بولي
د قطر د بین الاافغاني ناستې یو تن ګډونوال وايي، امریکا د افغانستان تر ولسمشرۍ ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکوي او د روان بحران د حل یوه لار د موقت حکومت رامنځ ته کول بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې یادې څرګندونې د قطر په بین الاافغاني ناسته کې د ګډونوالو مېرمنو او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ناستې او خبرو وروسته وکړې.

د دغه غونډې او له خلیلزاد سره د ناستې یو برخوالې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له افغان مېرمنو سره په ناسته کې خلیلزاد تر ټاکنو وړاندې پر سوله ټینګار کولو.

د سرچینې په وینا خیلزاد په خپلو خبرو کې و ویل، چې تر ټاکنو وړاندې باید د سولې خبرې وروستۍ او یوې پایلې ته ورسېږي او په دې برخه کې دواړه لوري کار کوي.

دغه سرچینې و ویل«د خلیلزاد له خبرو ښکارېده، چې امریکا تر ټاکنو وړاندې سوله غواړي.»

د قطر د بین الاافغاني ناستې دې ګډونوالې دا هم و ویل، چې له افغان مېرمنو سره خبور کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د موقت حکومت رامنځ ته کېدل هم د خلیلزاد یوه کړنلاره وه.

د سرچینې په خبره سره له دې چې خلیلزاد پر پورتنیو مواردو ټینګار کولو خو ویې ویل، چې د سولې او ټاکنو په تړاو وروستۍ پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده او امریکا یوازې د اسانتیا او زمینه برابرونکي رول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي و، چې امریکا ته د افغانستان تر ټاکنو سوله لومړیتوب لري.

دغه راز کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي و، امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې سوله ټینګه شي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي