۰

د امنیت له خوا د پوهنتون د دوه استادانو پر نیونې د سناتورانو ناندرۍ

یکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
د ملي امنیت ادارې له خوا د کابل پوهنتون د دوه استادانو نیونې د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې.
د امنیت له خوا د پوهنتون د دوه استادانو پر نیونې د سناتورانو ناندرۍ
د ملي امنیت ادارې له خوا د کابل پوهنتون د دوه استادانو نیونې د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون دوه استادان د ترهګرو ډلو لپاره د تبلیغ او ترویج په تور ونیول.

د دغه استادانو پر نیونه نن یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د مشرانو جرګې غړو تر منځ ناندرۍ رامنځ ته شوې، چې ځینو یې د ملي امنیت د دغه کار ستاینه وکړه.

سناتورې ګلالۍ نور صافۍ د جرګې په عمومي غونډه کې و ویل« دغه کسان ملان دي که څه بلاوې دي، د جومات له ممبر او اکاډمیک مرکز څخه ناوړه ګټه اخلي او هر څوک چې د ملي ګټو خلاف تبلیغ کوي باید ملي امنیت ترې پوښتنه وکړي.»

هغې ټینګار وکړ، چې دغه ډول کسانو د جومات ممبر او اکاډمیک مرکزونه د ملي ګټو ضد تبلیغ په مرکز بدل کړي او افغانستان د خلکو د دښمن په ګټه تبلیغ کوي.

خو د اغلې صافۍ دغه څرګندونې د ځینو نورو سناتورانو د غبرګون لامل شوې او ویې ویل، چې دغه ډول څرګندونې دیني عالمانو ته ښکاره سپکاوی دی.

د سنا غړي مولوي محي الدین منصف چې دوه استادانو ته د دیني عالمانو نسبت کول د دښمن په ګټه ده، ځکه ډېری دیني عالمان د افغانستان له اوسنی نظامه ملاتړ کوي او باید هغوی ټول له بلا سره تشبې شي.

هغه د مېرمنۍ صافۍ څرګندونې د هېواد دیني عالمانو ته سپکاوی وګاڼه او ترې ویې غوښتل، چې له دیني عالمانو بښنه وغواړي.

د جرګې بل غړي مولوي عبدالطیف نضت هم و ویل، چې علما د انبیاو ورثه دي او هر کله چې هېواد کې دیني عالمانو ته سپکاوی شوی، هېواد د ورانۍ خوا ته تللی دی.

خو ګلالۍ نور صافۍ و ویل، چې دې ټولو علماو ته سپکاوی نه دی کړی او سناتورانو یې له غبرو غلته اخیستنه کړې ده.

نوموړې وايي، هغه دیني عالمان او استادان چې له خپل موقف څخه غلته ګټه پورته کوي، باید د ملي امنیت له خوا تر پوښتنو لاندې ونیول شي.

په ورته وخت کې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار هم و ویل، که چېرته د پوهنتون استادانو رښتیا هم د داعش او القاعده په ګټه تبلیغ کړی وي باید ترې څېړنې وشي.

نوموړي له ملي امنیت ادارې وغوښتل، چې په دې اړه کافي اسناد وړاندې کړي، تر چې د هېواد ټول علما بې غزته نه شي.

د یادونې ده، چې ملي امنیت تېره اوونۍ د کابل پوهنتون دوه استادان عبدالظاهر داعي او معروف راسخ داعش او القاعده ته د تبلغ او ترویج په تور ونیول.

لوړو زده کړو وزارت هم د دغه استادانو د نیونې پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي