۰

غزني کې موټر بم چاودنه، مرګ ژوبله ۱۹۱ تنو ته ورسېده

یکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۵
سیمه ییز چارواکي او د عامې روغتیا وزارت وايي، غزني ولایت کې موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۱۹۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې موټر بم چاودنه، مرګ ژوبله ۱۹۱ تنو ته ورسېده
سیمه ییز چارواکي او د عامې روغتیا وزارت وايي، غزني ولایت کې موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۱۹۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه سهار ۸:۳۰ د غزني مرکز ښار کې رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، ځانمرګی د فولډر موټر په وسیله شامیر لېسې ته نېږدې د ملي امنیت په یوه مرکز چاودنه وکړه، چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري جمهور خبري آژانس ته و ویل، ځانمرګي برید کوونکي د چاوېدونکو توکو ډک موټر ته د ملي امنیت شپږمې حوزې څنګ ته چاودنه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوی ته تر اوسه پورې د شپږو تنو د وژل کېدو او ۹۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د هغه په وینا د پېښې ډېری قربانیان هم ماشومان دي، ځکه په یاده سیمه کې یو ښوونځی هم شتون لري.

د والي ویاند زیاتوي، چې د چاودنې له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په وژل شویو کسانو کې دوه د ملي امنیت سرتېري او څلور تنه ولسي وګړي او دغه راز په ټپیانو کې ۹ تنه امنیتي سرتېري او ۸۷ تنه ولسي وګړي شامل دي.

خو عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او د دې ډلې ویاند په ټوېټر پاڼه لیکلي، چې غزني کې یې د ملي امنیت په یوه مرکز برید کړی دغه مرکز یې له منځه وړی او ګڼو امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې  ده، چې څو ورځې وړاندې پلازمېنه کابل کې هم د افغان پوځ په یوه مرکز په موټر بم او ډلیز وسله وال برید کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې اکثریت یې د ښوونځي ماشومان وو.

د دغه برید مسوولیت هم وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی وو.

جمهور خبري آژانس:غزني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي